دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 50579
د کانونو وزارت د شویو تړونونو جزیات له خلکو سره شریکوي
د افغانستان د کانونو وزارت وایي، په تیرو یولسو کلونو کې د کانونو په برخه کې د ټولو قراردادونو جزیات له خلکو سره شریکوي.

که څه هم چې د کانونو په برخه کې د ۲۱۱ وړو، منځنیو او سترو کانونو د قرادادونو بشپړ متنونه د کانونو وزارت په رسمي ویبپاڼې کې پورته شوي؛ خو د کانونو وزیر وحیدالله شهراني خبریالانو ته وویل؛ چې په ځینو قراردادونو کې تخنیکي او حقوقي ستونزې موجودې دي او د ستونزو د هوارولو لپاره به بیا کتنې ته وړاندې شي.

"تخنیکي ستونزې، حقوقي ستونزې او اقتصادي یا مالي ستونزې ډېرې زیاتط دي او ښه دا ده تر هغه حده چې امکان شته دا باید اصلاح او یا هم تعدیل شي؛ که چیرې اصلاح نه شي او یا یې هم د تعدیل امکان نه وي؛ باید حکومت خپل یو طرفه پریکړه ونیسي او باید محکمې ته راجع شي؛ چې محکمه یې په اړه پریکړه کوي نه د کانونو وزارت."

ښاغلي شهراني که څه هم د دې قراردادونو د بشپړ متنونو په برخه کې د خپلې ادارې او کارکونکو له هڅو خبرې وکړې؛ خو په ځینو قراردادونو کې د حقوقي او تخنیکي ستونزو د موجودیت پړه یې د کانونو وزارت په پخوانی مشرتابه واچوله.

ښاغلي شهراني د کانونو په برخه کې د حکومت لږه تجربه هم په ځینو قراردادونو کې د حقوقي او تخنیکي ستونزو عوامل وبلل.

نوموړي د بیلګې په توګه د تخار ولایت د چاه اب د نورابې د سرو زرو کان ته اشاره وکړه او ویې ویل، د دې کان د ویستل قرارداد له یوې داسې کمپنۍ سره شوی؛ چې پخوا یې د خوراکي موادو سوداګرې کوله او د کانونو په برخه هیڅ ډول تجربه نه لري.

له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د شفافیت د څار ادارې استازي یما ترابي د افغانستان د کانونو وزارت په رسمي ویبپاڼه کې د قراردادونو خپریدل موثر وبلل.

ښاغلي ترابي همداراز وویل، چې په دې سره افغانستان د نړۍ په هغو پنځلسو هیوادونو کې راغی؛ چې د کانونو په برخه کې یې د خپلو قراردادونو متنونه عامو خلکو ته خپاره کړي دي.

"کله چې معلوماتو ته لاس رسی موجود وي، موږ کولای شو د هغو مواردو په اړه چې فساد رامنځته کیږي؛ ښه مبارزه ولرو او همداراز د نورو راتلونکو کلونو لپاره به هم د ناوړه استفادې زمینه له منځه لاړه شي او موږ افغانانو او نړیوالو ته دا ډاډ ورکوو؛ چې داسې ارادې موجودې دي."

د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازي میر احمد جوینده چې د کنفرانس یو بل ویناوال و؛ د افغانستان د اساسي قانون د پنځه پنځوسمې مادې له مخې یې معلوماتو او اطلاعاتو ته لاس رسی د خلکو حق وباله او له نورو ادارو یې هم وغوښتل چې د کانونو وزارت په څېر دې د ټولو وړو او سترو کارونو په اړه معلومات له خپلو خلکو سره شریک کړي.

د کانونووزیر وحیدالله شهراني د خپلو خبرو په پای کې وویل؛ چې له دې وروسته به د کانونو په برخه کې د هر راز قراردادونو متنونه له ۷۲ ساعتونو وروسته په رسمي ویبپاڼه کې خپاره شي او د کانونو په شاوخوا کې پرتو سیمه ییزو خلکو ته به هم د هغوي په ژبه معلومات ورکړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnk0k.yt0z56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته