کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې د ټاکنې هرکلی وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 عقرب 1391 ساعت 7:31


  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې د ټاکنې هرکلی وکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس نن اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست راتلونکي
انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶مه ترسره کېږي.

د اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو مطابق او د کمیسیون لخوا د ټاکل شوې نېټې په نظر کې نیولو سره، جمهور رئیس د چارو ادارې لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د امنیتي ارګانونو په شمول ټولو اړوندو نهادونو ته دا ابلاغ کړي چې د ټاکل شوې نېټې په نظر کې نیولو سره، په دې برخه کې لازم چمتووالی ونیسي او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د آزادو، منصفانه او سرتاسري انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې، هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.


د مطلب کود: 51446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51446/حامد-کرزي-د-جمهوري-ریاست-انتخاباتو-نېټې-ټاکنې-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com