کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف:

افغان او ایتلافي ځواکونو په هلمند کې د وسلوالو طالبانو یو مهم غړی نیولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 عقرب 1391 ساعت 15:19


ایساف وایي، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسلوالو طالبانو یو مهم غړی نیولی، چې په پکتیا کې د اګست میاشتې په یوه برید کې یې لاس درلود.

دغو ځواکونو نن د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس په پکتیا کې په یوې حملې کې لاس درلود، چې په نیتجه کې د ایساف یو سرتیريی وژل شوی و او څو نور ټپيان شوي و.

په اعلامیه کې دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې د ایساف او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوه اندازه وسلو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی.

وسلوالو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلې.


د مطلب کود: 51470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51470/افغان-او-ایتلافي-ځواکونو-په-هلمند-کې-د-وسلوالو-طالبانو-یو-مهم-غړی-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com