کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو د " ۲۰۱۴" په پای کې د افغان حکومت د پرزېدو اوازې رد کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 عقرب 1391 ساعت 9:57


د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حکومت د پرزېدو اوازې رد کړې.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حکومت د پرزېدو اوازې رد کړې.

ده پرون له دوچ ويلې سره په مرکه کې په دې ټينګار وکړ، چې د ناټو محارب پوځيان به له اعلان شوي مهالوېش سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستانه ووځي، خو ناټو به له يادې نېټې وروسته هم د افغانستان ملاتړ جاري وساتي.

د ناټو عمومي منشي ډاډ څرګند کړ، چې افغان امنيتي ځواکونه د خپل هېواد د امنيتي مسووليتونو له عهدې وتلي شي.

ده وويل، موږ افغانستان ته د دغه هېواد د نيولو لپاره نه يو تللي، بايد بالاخره د دغه هيواد امنيت افغانان په خپله وساتي. زموږ نهايي هدف دا دی، چې بايد افغانان په خپله خپل هېواد وساتي. موږ په افغانستان کې د تل لپاره نه شو پاتې کېدای.

د ناټو عمومي منشي دا نظر په کلکه رد کړ، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان د قيامت ورځ راشي او يا به يې مرکزي حکومت وپرزي.

ده وويل ستونزې به وي خو په افغانستان کې ډېر پرمختګ شوي او لا هم کېږي. د ده په نظر د دولت د وسله والو مخالفانو حملې کمې شوي او په يو شمېر سيمو کې تر پخوا امنيت بهتره شوي دي.


د مطلب کود: 51762

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51762/ناټو-د-۲۰۱۴-په-پای-کې-افغان-حکومت-پرزېدو-اوازې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com