دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 52250
د کونړ په سرکاڼو کې په یوې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې په یوې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي .

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا څلور سیمه ییز پولیس نن له غرمې وروسته د سرکاڼو په ټانګو سیمه کې د سړک د غاړې په ماین چاودنې باندې ټپیان شول .

ښاغلي واصفي دا کار د وسله والو طالبانو وباله، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

له بلې خوا د اسعداباد ښار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر محمدفاروق سهاک له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د پیښې د ټپیانو حالت ښه دی .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg5bs.rhb5sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته