دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 53481
د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه
افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخیزه غونډه و کړه.

په کابل کې د بریتانیا سفارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل؛ چې تیره ورځ په دې غونډه کې د دریو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه لرله.

په دې ناسته کې د افغانستان په مشري د سولې د بهیر، له افراطیت سره د مبارزې پر ګډو هڅو او سمیه ییزې سولې خبري وشوې.

د اعلامیې له مخې په دې غونډه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ وویل؛ چې هیواد یې د افغانستان په مشری د سولې له بهیره ملاتړ کوي او دغه راز یې له دې هرکلی وکړ، چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په لاسلیک کیدو سلا شوي دي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciz5aw.t1apv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته