کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې یو پولیس خپل څلور ملګري وژلي او دوه یې ټپیان کړي

د صدای افغان خیری آژانس(آوا) , 7 جدی 1391 ساعت 19:56


ارزګان کې نن سهار وختي یو پولیس خپل څلور ملګري وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.

د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغه پیښه نن سهار څلور بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوت ښار کې شوې ده.

عبدالله همت وایي، چې د هیات الله په نوم پولیس چې ډیر لنډ وخت کیده د پولیسو لیکو ته راغلی وو، خپل څلور تنه ملګري وژلي بیا یې وسله له ځان سره اخیستې او تښتیدلی دی.


د مطلب کود: 55028

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55028/ارزګان-کې-یو-پولیس-خپل-څلور-ملګري-وژلي-او-دوه-یې-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com