دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 55181
د لوګر یوشمېر اوسېدونکو د طالب وسله والو پرضد د پاڅون ګواښ کړی
د لوګر ولايت چارواکي وايي، د مرکز پل علم او کلنګار په څېر ځينو نژدې سيمو په لسګونو اوسېدونکو پرون له والي سره په کتنه کې وويل؛ چې دوى د طالبانو له لاسه له وژنو او ځورونو څخه په تنګ شوي او ان دې ته تيار دي؛ چې ولسي پاڅون وکړي.

د لوګر د والي وياند ازادۍ راډيو ته وويل، چې دولت هم له دغو کسانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

دين محمد دروېش وويل، د غونډې ګډونوالو د ولسي پاڅون ژمنه وکړه.

په لوګر کې په وروستيو کې ناامني زياته شوې او هغه کارګران هم په نښه شوي چې د ناټو په مرکزونو يا هم دولتي تاسيساتو کې د بيارغونې کارونه کوي.

چارواکي وايي، په پرونۍ کتنه کې دغو کارګرانو هم برخه درلوده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzznm.23nm6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته