کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت وسلې ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1391 ساعت 11:47


تاند - په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له کتنې سره په یو وخت یوې معتبرې امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د اووه سوه ملیون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته ورکړي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې له راپور سره سم امریکا غواړي چې د افغانستان حکومت ته دېرش ایم آی – ۱۷ بې پېلوټه هیلي کوپترې، د پولو د څارنې سیستم او د سړک د غاړې د بمونو ضد وسایل ورکړي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې پینتاګون په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان او امریکا ولسمشرانو ته د دې مرستې په اړه توضیحات ورکړل.

د وال ستریټ ژورنال له مخې چارواکي وايي چې امریکا به دغه راز د افغانستان حکومت ته یو شمېر نور وسایل او دغه راز څو سي -۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې هم ورکړي. د امریکا هوايي ځواک غواړي چې نور له دې ډول الوتکو د خپلو پوځیانو لپاره کار وانخلي.

د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري چې د افغانستان هوايي ځواک ته اته جنګي الوتکې هم ورکړي.

امریکا ته د افغانستان د ولسمشر او ورسره ملګري پلاوي یوه اساسي غوښتنه دا اعلان شوې چې امریکا دې د افغانستان امنیتي ځواکونه په ښو وسلو سمبال کړي.

که څه هم د امریکا لوی درستیز پرون د افغانستان له دفاع وزیر سره له کتنې وروسته وویل چې د افغانستان د غوښتنو لیست ډېر لوی دی او دا هیواد ډېرې داسي وسلې غواړي چې د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې نه پکارېږي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا کانګریس مخکې لا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د ملیاردونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د اووه سوه ملیون ډالرو په ارزښت مرسته به له همدغو پیسو، چې کانګریس تصویب کړي دي، واخیستل شي خو له دې سره سره به دا مرسته د کانګریس بیا تایید ته اړتیا ولري.


د مطلب کود: 56149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56149/امریکا-د-افغانستان-امنیتي-ځواکونو-ته-۷۰۰-ملیون-ډالرو-په-ارزښت-وسلې-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com