دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 56272
د پاکستان صدراعظم په کوټه کې له ویرجنو شیعه ګانو سره ګوري
د پاکستان صدراعظم نن په کوټه کې د اهل تشیع له هغو مظاهره چیانو سره خبرې کوي؛ چې په ورستیو چاودونو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي دي.

زرګونه هزاره ګان چې د دریمې ورځې لپاره په کوټه کې خپل اعتراض ته دوام ورکوي؛ په ښار کې د جدي او پراخو امنیتي تدابیرو غوښتنه کوي.

د جنورۍ په لسمه نیټه په کوټه کې بمي چاودنو څه د پاسه نوي کسان ووژل او ۱۲۱ تنه نور يې ژوبل کړل.

مظاهره چیانو په کوټه کې تر ټولو لوی سرک بند کړی او د خپلو وژل شوو عزیزانو له تابوتونو سره يې خپل اعتراض ته دوام ورکړی دی.

مظاهره چیانو د پاکستان له پوځ غوښتي چې په کوټه کې د امنیت چارې په خپلو لاسو کې واخلي.

تمه کیږي چې د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف به له مظاهره کونکو سره په کتنه کې؛ له هغوی څخه وغواړي، چې خپل مړي خاورو ته وسپاري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88ei.uqemaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته