دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 56522
په کابل ښار کې یوه درنه چاودنه وشوه
په کابل ښارکې نن غرمه مهال یوه درنه چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته ډزې واوریدل شوې.

عیني شاهدان وایي، چې دا پیښه د صدارت او طره بازخان د څلور لارو ترمنځ سیمه کې د ملي امنیت د دروازې مخې ته شوې.

ویل شوي، چې دا پیښه مرګ ژوبله لري، خو جزییات یې لا تر اوسه نه دي معلوم شوي.

لا تر اوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchimnm.23n-idjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته