دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 56638
کنینګهم: د امنیت د انتقاله وروسته امریکا له طالبانو سره جګړه نه غواړي
په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنینګهم وايي، چې د امنیت د انتقال له بشپړیدو وروسته امریکا له طالبانو سره جګړه نه غواړي.

ښاغلي کنینګهم نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

(که د سولې په برخه کې موافقه ونشي او د طالبانو په وړاندي د افغاستان د دفاع اړتیا ولیدل شي، نو دغه مبارزه یوازې د افغان ځواکونو دنده ده او موږ ډاډمن یو چې افغان ځواکونه ددې مبارزې وړتیا لري.)

مخکې جمهور رئیس کرزي په کابل کې ویلي و، د طالبانو په اړه د امریکا نظر بدل شوی دی.

اخوا قطري چارواکو هم په وروستیو کې څرګنده کړه، چې دوي به کوښښ وکړي، چې د افغانستان د سولې پروسه تر ۲۰۱۴ کال پورې بریالی شي. 

سرچینه آزادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcvdt.w6dvmaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته