د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې ده د افغانستان، پاکستان او بریتانیا دریمه درې اړخیزه غونډه روانه میاشت په لندن کې جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي پرون یوې خبري غونډي ته وویل چې دا غونډه د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بیولو په هدف جوړیږي.
ویل کیږي چې دا د درو واړو هیوادونو د مشرانو تر منځ دریمه ورته غونډه ده .
پدې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران او د بریتانیا صدراعظم ګډون کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)