دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 57581
"د ننګرهار له هوايي ډګره دې ملکي پروازونه پیل شي"
ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي او بهر ته تلوونکي مسافر وايي، چې د دې ولایت له هوايي ډګره دې نظامي هډه لیرې شي او پر ځای دې بهر او د هېواد نورو ولایتونو ته دې ملکي پروازونه شروع شي.

دوي وايي، اوس د ختیځې سیمې اوسیدونکي له ډيرو ستونزو سره مخ دي او نشي کولای، چې په تنګ وخت کې کابل او بیا له کابله نورو ځایونو ته ولاړ شي:

"زما نوم اجمل دی زه خپله په ناروې کې اوسیږم موږ افغانان، چې کله خپل هېواد ته راځو اول کابل ته راشو بیا شپه هم راباندې راځي او بیا چې له دې ځایه ځو د پرواز لپاره په کابل کې بیا شپې کوو زما غوښتنه دا ده، چې موږ خپل ملکي هوايي ډګر لرو او له دې نه باید پروازونه وشي.

زما نوم ملک سیدزمان دی، زموږ د ننګرهار د خلکو غوښتنه دا ده، چې د جلال اباد هوايي ډګر دې د ملکي خدمتونو لپاره فعاله کړي اوس نظامي اډه ده دا دې بل ځای ته انتقال شي ډیر کله داسې کیږي، چې موږ کابل ته د پرواز لپاره ځو زموږ ټيکټونه میس کیږي او په زرونو ډالره تاوان راته رسیږي."

اوس مهال د ننګرهار په هوايي ډګر کې د بهرنیانو نظامي اډه موجوده ده.

د دې میدان سره مخې ته د جلال اباد او تورخم لویه لاره هم تیره شوې ده، په دې لاره هره ورځ په زرګونو موټرې تګ راتګ کوي، چې کله ناکله د بهرنیانو له خوا دا لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وي.

د ننګرهار یو تن اوسیدونکی عبدالنصیر همدا خبره کوي او وايي، چې په دې میدان کې هوايي نظامي اډې خلکو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړي دي.

نوموړی وايي، په لویه کې جلال اباد د ختیځې سیمې د مرکزي ښار په نامه یادیږي او که چېرې د دې نظامې هډې پر ځای ملکي پروازونه شروع شي نو د خلکو امنيتي ستونزو د حل سره سره به د ختیځې سیمې خلکو ته د سفر اسانتیاوې هم برابرې شي:

"د جلال اباد هوايي ډګر، چې مخکې ملکي او اوس نظامي اډې په توګه ترې ګټه اخیستل کیږي دا ډګر د ختیځو ولایتونو یو لوی مرکز دی که له یوې خوا دې میدان د خلکو نه ملکي سفرونه بند شوي له بلې خوا په دې میدان کې نظامي اډې خلکو ته ګڼې امنيتي ستونزې هم راولاړې کړي نو ښه خبره دا ده، چې دا میدان بیرته ملکي شي او ورسره به د خلکو امنتي او ترانسپورتي ستونزې هم اوارې شي."

دا موضوع مو د هېواد د هوايي چلند وزیر داود علي نجفي سره شریکه کړه.

نوموړی وايي، چې ولسمشر حامد کرزي په جدي توګه حکم صادر کړی، چې د هوايي ډګرونو ټولې چارې د یاد وزارت له خوا ترسره شي.

د ده په خبره په تیرو وختونو کې د اړتیا له مخې د دفاع وزارت له خوا دا میدان بهرنیانو ته په واک کې ورکړی و، چې اوس په پام کې نیول شوې ده، چې له دې میدانه بهرنیان ووځي او ملکي پروازونه پیل شي:

"د ولسمشر سرې حکم دی، چې هوايي ډګرونه دې د هوايي چلند وزارت د خوښې پرته دې له بل چاسره دې قرارداد نشي، ولې زموږ هېواد په داسې یو حالت کې دی، کله چې یو تحول رامنځته شو، چې هغه مهال د ملي دفاع وزارت له امریکایانو سره ددې میدان قرار داد کړی و،خو په دې وروستیو کې دې نتیجې ته رسیدلي یو،چې له دې میدانه ملکي پروازونه شروع کړو او ټآکل شوې ده،چې د انتقال په پروسه کې دوی هم له دې ځایه ځي."

نوموړي دقیقه نیټه په ګوته نه کړه، چې کله به له دې میدانه بهرنیان وځي او پر ځای به ملکي پروازونه پیل شي.

له دې وړاندې دننګرهار یو شمېر سوداګرو هم غوښتنه کړې وه، چې له دغه هوايي ډګره دې ملکي پروازونه شروع شي،ترڅو د دوی په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې ورته رامنځته شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfk0k.yt05j6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته