دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 57672
په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت تر پاکستان او ایران خورا ښه دی
د بې پولې خبریالانو د ټولنې په تازه خپور شوي فهرست کې افغانستان د خبریالانو د وضعیت له نظره تر تېرو کلونو دوه ویشت نومرې پورته راغلی دی.

د بې پولې خبریالانو په فهرست کې د افغانستان ځای تر ډېره په دې خاطر لوړ شوی چې په ۲۰۱۲ کال هیڅ خبریال د خپلو ژورنالیستیکو کارونو په وجه نه دی وژل شوی او د خبریالانو نیونې کمې شوي دي.

خو د دې مانا هیڅکله هم دا نه ده چې اوس د خبریالانو لپاره د افغانستان حالات فوق العاده دي.

اوس افغانستان د نړۍ په ۱۷۹ هیوادونو کې ۱۲۸ ځای لري او له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د پاکستان د حالاتو له خرابېدو سره به بې له شکه خبریالان په دې هیواد کې له تازه ستونزو سره مخامخ شي.

پاکستان د ژورنالیستانو لپاره د شرایطو د ښه والي له نظره د نړۍ ۱۷۹هیواد دی. د افغانستان بل ګاونډی ایران ۱۷۴ دی. په دواړو کې خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلی بیهر وايي، تېر کال په پاکستان کې د خبریالانو او د انترنت د کاروونکو په وړاندې د سخت تشدد کال و.

د بې پولې خبریالانو ټولنې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، ویلي چې په ایران کې خبریالان او د انترنټ کاروونکي بندیان شوي او خپلوان یې ځورول شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewp8n.jh8ffi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته