کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ولایت د ولایتي شورا د رییس او اداري هیات ټاکنې دې له سره وشي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 دلو 1391 ساعت 20:59


د هرات ولایت سلګونو اوسیدونکو نن مظاهره وکړه.
دغو مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د ولایتې شورا د رییس او اداري هیات ټاکنې له سره وشي. 
دغه مظاهره د هرات د ولایتي شورا پخواني رییس عبدالظاهر سید زاده تنظیم کړې ده.
مظاهره کوونکي وايي، چې د ولايتي شورا د اداري هیات لپاره له وروستيو انتخاباتو سره چې "سید وحید قتالي" یې د رییس په توګه ټاکلی دی، موافق نه دي.
د هرات د ولایتي شورا نوي رییس تراوسه د دې مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 58809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58809/د-هرات-ولایت-ولایتي-شورا-رییس-او-اداري-هیات-ټاکنې-دې-له-سره-وشي

آوا
  https://www.avapress.com