کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندي کمپنۍ د حاجي ګک کان د سپړلو په اړه راتلونکې میاشت خبرې پیلوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حوت 1391 ساعت 20:08


تاند- د هندي کمپنیو هغه ډله به، چې د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې د کان د استخراجولو لپاره یې کنسورشیم جوړ کړی، راتلونکې میاشت په کابل کې د پروژې په اړه خبرې پیل کړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د وسپنې د دولتي شرکت (SAIL) په مشرۍ کنسورشیم، چې د حاجي ګک د وسپنې د استخراجولو قراداد ګټلی، د مارچ په دولسمه او دیارلسمه په کابل کې خبرې پیلوي.

د کنسورشیم رييس سي.ایس. ویرما پرون/شنبه/ هیله څرګنده کړه چې د کابل خبرې به د دې پروژې د کار په پرمخ بېولو کې مرسته وکړي.
هند ویلي چې د حاجي ګک د وسپنې د استخراجولو او د وسپنې د صادرولو لپاره به د ایران له چاه بهار څخه د بامیان تر ولایته پوري د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.

هندي کنسورشیم دغه راز غواړي چې په سیمه کې د پولادو د ویلي کولو فابریکه هم جوړه کړي.
د افغانستان د کانونو وزارت د وسپنې د درو بلاکونو قرداد له هندي کنسورشیم سره کړی او یو یې د کاناډا میلوګولډ کمپنۍ ته سپارلی دی. د افغانستان حکومت تېر کال د حاجي ګک د وسپنې د څلورو بلاکونو د مزایدې اعلان وکړ.
اټکل کېږي چې په حاجي ګک کان کې یو ملیارد او اته سوه ملیون ټنه وسپنه موجوده ده.
په همدې حال کې د افغانستان کابینې پرون د هیواد د کانونو قانون تایید کړ او پریکړه یې وکړه چې دا قانون به سبا/دوشنبه/ تصویب کړي. په دې قانون کې چې له اوږدې مودې راهیسې یې تصویب ځنډ‌ول شوی و د بدلونونو یو لړ سپارښتنې د عدلیې او کانونو وزارتونو ته شوې چې تر دوشنبې پورې یې په قانون کې راولي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر د شنبې په ورځ په یو خبر پاڼه کې وویل؛ چې د افغانستان کابینې په یوې ځانګړې غونډه کې د کانونو قانون د هیواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي بهیر کې مهم قانون وباله او په اصولو کې یې تایید کړ.

د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارلانشا په یوې خبر پاڼې کې ویلي دي؛ چې د دې قانون مسوده، ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استولو ته چمتو ده


د مطلب کود: 59338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59338/هندي-کمپنۍ-د-حاجي-ګک-کان-سپړلو-په-اړه-راتلونکې-میاشت-خبرې-پیلوي

آوا
  https://www.avapress.com