کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې یوه کس خپل درې خپلوان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 حوت 1391 ساعت 16:50


د بغلان ولایت په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې یوه کس خپل درې خپلوان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوال محب الله محقق د صدای افغان خبری آژانس (آوا) ته وویل دغه ځوان کس تیره شپه د خپلې کورنۍ له یوه غړي سره تر لفظي شخړې وروسته خپل درې خپلوان وژلي او شپږ نور یې هم ټپیان کړي دي.
د محقق په خبره په ټپیانو کې د حمله کونکي ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
محقق وایي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.
محقق زیاته کړه، حمله کونکي په تیښتې بریالي شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو جدي هلې ځلې دوام لري.


د مطلب کود: 59397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59397/د-بغلان-په-خوست-اوفرنګ-ولسوالۍ-کې-یوه-کس-خپل-درې-خپلوان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com