کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مخابراتو وزارت د کابل ښار له دکانونو سلګونه غیر قانوني سیم کارتونه راټول کړي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حوت 1391 ساعت 20:20


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وایي؛ چې په کابل کې یې سلګونونو غیر قانوني سیم کارتونه له دکانونو راټول کړي دي.
د دې وزارت د خدماتي چارو د تنظیم د ادارې مرستیال انجینیر خیرمحمد فیضي نن خبریالانو ته وویل؛ چې په کابل ښار کې درې دکانونه د غیرقانوني سیمکارټونو د خرڅلاو په تور تړل شوي هم دي.
"یو شمیر سیم کارټونه چې په دې نمایندګیانو کې موجود و؛ د روشن شرکت مربوط ۲۵۲ کارټونه، ۱۱۴ کارټونه د اتصالاتو او ۱۴۱ کارټونه د ام ټي ان شرکت و، چې له دوی څخه ضبط شوه ځکه چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې قوانین یې په پام کې نه وه نیولي."
پخوا تر دې د افغانستان حکومت په بازارونو کې د غیر قانوني سیمکارتونو د خرڅلاو له امله ځینې مخابراتي شرکتونه جریمه کړي هم دي.

خو له دغو اقداماتو سره سره په کابل ښار کې ناراجستر شوي سیمکارتونه پلورل کیږی.


د مطلب کود: 59496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59496/مخابراتو-وزارت-د-کابل-ښار-له-دکانونو-سلګونه-غیر-قانوني-سیم-کارتونه-راټول-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com