کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف وايي په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو تلفات کم شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1391 ساعت 11:58


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي؛ په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو تلفات د تیرو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو کم حد ته رسیدلي دي.
د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال ګونټر کټز د ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل؛ چې د بهرنیو ځواکونو په تلفاتو کې د دې کمي سبب دا دی؛ چې د ناټو ځواکونو نور د جګړو په لومړیو کرښو کې نه دي.
"د ناټو تلفات ځکه کم شوې دي، چې افغان امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره په هیواد کې د امنیت نور مسوولیت پرغاړه اخلي. دوی دي چې له دښمن سره د جګړې مسولیت اخلي او ایتلافي ځواکونه تر ډیره د یو ملاتړي رول خواته ځي، لکه افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او اوس دوی د جګړې په لومړنیو کرښو کې د پخوا په شان نه دي."
ویل کیږي، چې د ایساف د نورو غړیو هیوادونو تلفات له امریکايي سرتیرو هم کم و؛ چې په تیرو درې میاشتو کې یې یوازې څو سرتیري له لاسه ورکړي او په تیرو اوو کلونو کې دا لومړي ځل دی، چې د ایساف د نورو غړیو هیوادونو د سرتیرو تلفات دومره کم حد ته راکوزیږي.
په تیرو درې میاشتو کې یعنې ډسمبر، جنوري او فیبروري کې په مجموعې توګه په افغانستان کې د امریکا ۱۷ سرتیري وژل شوې دي؛ چې تیرکال په همدې موده کې د وژل شویو امریکايي سرتیرو شمیر اوه پنځوس تنه وو.
په کابل کې د ایساف ویاند د دوی د تلفاتو د کمېدو بل سبب هغه اقدامات وبلل؛ چې د افغان ځواکونه له منځه یې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو مخه نیولې ده.
"د دې کمي بل سبب دا دی، چې په تیرو اوو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر ایتلافي ځواکونو بریدونو کې په ډراماتیکه توګه کمی راغلی دی."
د ایساف ویاند جنرال ګونټر کټز زیاته کړه، په تیرو اوو اونیو کې چې پر بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو له منځه د بریدونو د مخنیوي لپاره کوم اقدامات شوې دي، هغه ډير موثر وو.
د نوموړې په وینا، په دې برخه کې هم ناټو ځواکونو او هم افغان ځواکونو پرځای ګامونه اخیستي څو د دا ډول بریدونه راکم کړي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ویاند وویل؛ افغان او ناټو ځواکونو د دې بریدونو د مخنیوي لپاره خپلو کې د هغو افغان افسرانو په اړه استخباراتي معلومات شریک کړل چې؛ فکر کیږي، له طالبانو سره اړیکې لري.
له بله پلوه د ګونټر کټز په وینا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شاملیدو لپاره د افغان چارواکو له خوا جدي قوانینو هم په افغان امینتي ځواکونو کې د طالب پلوو د شمولیت مخه تر یوه حده نیولې ده.
څارونکې وايي، همدا درې میاشتې چې د بهرنیو ځواکونو تلفات په کې د تیرو پنځو کلونو په مقایسه تر ټولو کم حد ته رسیدلي؛ بیا د افغان پولیسو او ملي اردو سرتیرو لپاره خونړۍ میاشتې وې.
یوازې په تیره اونۍ کې اولس سیمه ییز پولیس د غزني په اندړو کې په یو پوسته کې لومړی مسموم او بیا ووژل شول، ترې یوه ورځ وروسته په کونړ کې د سړک د غاړې د یو ماین څاودنې لږ تر لږه اته تنه د ملي پولیسو سرتیري ووژل.


د مطلب کود: 59772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59772/ایساف-وايي-په-افغانستان-کې-د-نړېوالو-ځواکونو-تلفات-کم-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com