کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزي په کندهار ولایت کې د څلورو ماشومانو وژنه وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 حمل 1392 ساعت 9:54


افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د ماین هغه چاودنه په سختو ټکیو غندلې ده چې؛ څلور ماشومان یې ووژل.
د ولسمشري د ویندوی له دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې؛ دا پېښه د میانشین په ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ شوې ده.
ولسمشر کرزي دا یوه بزدلانه او د اسلامي او افغان فرهنګ پرخلاف کړنه بللې ده.
ویل کیږي چې، په دې چاودنه کې دوه کسان نور ټپیان شوې دي.


د مطلب کود: 61087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61087/ولسمشر-کرزي-په-کندهار-ولایت-کې-د-څلورو-ماشومانو-وژنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com