کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: افغانستان د راکټي حملو په اړه له حده زیات جدي غبرګون ښودلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حمل 1392 ساعت 18:45


پاکستان افغانستان تورن کړ، چې پر کونړ د راکټي حملو په اړه یې له حده زیات جدي غبرګون ښودلی دی.
وروسته له هغې، چې د پاکستان له خاورې د کنړ په سرحدي سیمې یو ځلې بیا راکټي حملې وشوې افغانستان په کوټه کې د پاکستان د پوځ په یوه تمرین د افغانستان د یولسو افسران ګډون لغوه کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري فرانس پرس آژانس ته ویلي، موږ په دې باوري یو چې افغانستان د یوې وړې مسلې په وړاندې زیات عکس العمل ښودلی دی.

د کونړ چارواکي وايي، چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د پاکستان له خاورې پر کونړ پنځوس توغندي ویشتل شوي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي.


د مطلب کود: 61462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61462/پاکستان-افغانستان-د-راکټي-حملو-په-اړه-له-حده-زیات-جدي-غبرګون-ښودلی

آوا
  https://www.avapress.com