دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 62029
۳۵ سلنه مړینې له مزمنه ناروغیو له امله رامنځته کیږي
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزارت نن د نړیوال روغتیا ورځ چې سږکال د "وینې لوړ فشار" تر عنوان لاندې ځانګړې شوې ده ولمانځله.
هغه غونډه چې له همدې امله د عامې روغتیا وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، دعامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل، د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیرې آمنه افضلي، د ولسي جرګې د روغتیا، کار او ګارګر کمیسیون مشر ډاکټر نقیب الله فایق، د نړیوال روغتیایی سازمان استازي ډاکټر احمد فره شادول او یو شمیر نورو چارواکو پکې ګډون درلود.

عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل، د وینې لوړ فشار یې یو له هغوستونزو څخه وباله چې ګن شمیر وکړي په تیره بیا هغه کسان چې د ۲۵ کالو څخه عمرونه یې پورته دي پدې ناروغۍ اخته کیږي او د وینې لور فشار هر کال په اټکلیزه ډول د ۹ میلیونو مړینو لامل کیږی.
ډاکټرې دلیل د خلکو څخه غوښتنه وکړه څو ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په منظمه توګه فزیکی فعالیتونو او روزش دې ترسره کړي، دسګرټو او نورو دخانیاتو او الکولي مشروباتو څخه په کلکه ډډه وکړي، د متوازنې غذا څخه ګټه واخلي، خپل وزن دې کنټرول کړي، د روانۍ تشویشونو څخه دې ډډه وکړي، خپل دوینې فشار په منظم ډول معاینه کړي چې د زړه د حملو، مغزي سکتې، او دوینې لوړ فشار پورې اړوند ټولېروغتیايي ستونز ې مخه ونسي.
په ورته وخت کې د نړیوال روغتیايي سازمان استازي ډاکټر احمد فره شادول وویل چې د وینې لوړ فشار ۴۰ سلنه په هغو کسانو کې لیدل کیږي چې عمرونه یې ۲۵ کاله یالوړ وي او په ډیره اندازه همدغه کسان اغیزمنوي. د وینې لوړ فشار هغه ناروغي ده چې د زړه ناروغیو او مغزي سکتې لامل کیږي او ددې ناروغیو له امله د نیمايي مړینو لامل ګرځي.

د نوموړي په وینا، نړیوال روغتیایی سازمان د وینې لوړ فشار د ناروغانو د موندې او کنټرول لپاره، نړیوال کمپاین په لاره اچولی څو ټول پالیسي جوړونکي، نړیواله ټولنه، مربوطه حوزې، او نور اړوند وکړي او سازمانونه دې ته وهڅول شی چې د وینې لوړ فشار درملنه، تشخیص، وقایه او کنټرول د خپلو پالیسیو، پروګرامونو او ملي فعالیتونو په لومړي ټوب کې ځای ورکړي.

په افغانستان کې هم د ۲۰۱۰ کال د سروې له مخې، ۳۵ سلنه مړینې له مزمنه ناروغیو له امله رامنځته کیږي چې د وینې لوړ فشار او له هغې څخه رامنځته شوې ناروغۍ، د دغو مړینو لوی لامل ګنړ کیږي.
عامې روغتیا وزارت هم پدې لړ کې د پیښې موندنې، درملنې او مخنیوي لپاره پلانونه او اساسي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي چې د هغې په پلي کولو کې اړوندې ادارې د خپلو فعالیتونو او مسئولیتونو سره سم کارکوي. 
همداشان پدې مراسمو کې د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو زیرې آمنه افضلي، د ولسي جرګې د روغتیايي کمیسیون مشر ډاکټر نقیب الله فایق او د خصوصی روغتونونو د ټولنې سرپرست ډاکټر عزیز امیر هم د موضوع په اړوند خبرې وکړي، دعامې روغتیا وزارت سره د همکارۍ د څرګندولو ترڅنګ، د وینې لوړ فشار د کنټرول او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ودې په اړه یې خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.
د مراسمو په پای کې یو شمیر هغو ژورنالستان او د رسنیو مسئولینو ته د عامې روغتیا وزارت لخوا ستاینلیکونه ورکړ شول کوم چې د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیايي پروګرامونو او پیغامونو په خپرولو کې نږدې همکارۍ درلوده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyz93.ak9xx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته