دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 62163
د حامدکرزي په مشرۍد انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رئیس د ټاکنېپه اړه مشورتي غونډه جوړه شوه
د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نوي رئیس د ټاکنې په اړه چې د د دغه کمیسیون د اوسني رئیس د کار موده د قانون له مخې په نیږدې راتلونکي کې سرته رسیږي، نن له غرمې مخکې په ارګ کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
دغې مشورتي غونډې ته جهادي مشران، د جمهوري ریاست مرستیالان، د ملي شورا د
دواړو مجلسونو رئیسان، د مدني ټولنې ځینې غړي، د سیاسي ګوندونو او د سیاسي
اپوزیسیون مشران رابلل شوي وو.

په دغه غونډه کې د انتخاباتو د بهیر او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رئیس د ټاکنې پر څرنګوالي باندې له بحث وروسته، پریکړه وشوه چې د ملي شورا له خوا د انتخاباتو د قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون له تصویب وروسته دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نوي رئیس د ټاکنې په اړه د قانون له مخې په اقدام لاس پورې شي.
همدا راز په دغه غونډه کې د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه هیله وشوه چې د انتخاباتو د قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونوقانون دې ژر تر ژره تصویب کړي.

د یادونې وړ ده چې دغې مشورتي غونډې ته دغه کسان رابلل شوي وو:

۱- جهادي مشر جلالتمآب حضرت صبغت الله مجددي
۲- جهادي مشر جلالتمآب استاد عبدالرب رسول سیاف
۳- جهادي مشر جلالتمآب پیر سید احمد ګیلاني
۴- جهادي مشر جلالتمآب آیت الله شیخ محمد آصف محسني
۵- جهادي مشر جلالتمآب سید منصور نادري
۶- د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جلالتمآب مارشال محمد قسیم فهیم
۷- د جمهوري ریاست دویم مرستیال جلالتمآب استاد محمد کریم خلیلي
۸- د سترې محکمې رئیس او قاضی القضات فضیلتمآب پوهاند عبدالسلام عظیمي
۹- ستر وزیرجلالتمآب هدایت امین ارسلا وزیر
۱۰- د جمهوري ریاست ستر سلاکار جلالتمآب استاد شهراني
۱۱- په امنیتي چار وکې د جمهوري ریاست ستر سلاکار جلالتمآب ستر جنرال
عبالرحیم وردگ
۱۲- د ولسی جرګې رئیس جلالتمآب عبدالرووف ابراهیمي
۱۳- د مشرانو جرګې رئیس جلالتمآب فضل هادي مسلمیار
۱۴- د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال جلالتمآب احمد ضیا مسعود
۱۵- د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې د کمیسیون رئیس جلالتمآب ګلرحمن قاضی
۱۶-د لېږد بهیر د کمیسیون مشر جلالتمآب دوکتور اشرف غنی احمدزی
۱۷- د سولې د عالي شورا رئیس جلالتمآب صلاح الدین رباني
۱۸- د انرژۍ او اوبو وزیر جلالتمآب اسمعیل خان
۱۹- د اقتصاد وزیر جلالتمآب عبدالهادي ارغندیوال
۲۰- له نیشه یي توکو سره د مبارزې وزیر جلالتمآب انجنیر ضرار احمد مقبل
۲۱- د جمهوري ریاست د عالي مقام د عدلي او قضایي بورد رئیس جلالتماب سرور
دانش
۲۲- د عدلیې وزیر جلالتمآب حبیب الله غالب
۲۳- د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس جلالتمآب قیام الدین کشاف
۲۴- د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د عالي ادارې رئیس جلالتماب دوکتور عزیز
الله لودین
۲۵- جناب محترم محمد حنیف اتمر
۲۶- د ولسي جرګې غړی جناب محترم استاد محمد محقق
۲۷- د ملي ایتلاف مشر جناب محترم دوکتور عبدالله عبدالله
۲۸- د ولسي جرګې غړی جناب محترم محمد یونس قانوني
۲۹- جناب محترم حاجي دین محمد
۳۰- د ولسي جرګې غړی جناب محترم استاد اکبري
۳۱- د جمهوري ریاست سلاکار وزیر جناب محترم وحید الله سباوون
۳۲- د سولې د عالي شورا غړی جناب محترم قاضی محمد امین وقاد
۳۳- جناب محترم محمد موسی خان هوتک
۳۴- جناب محترم عارف خان نورزی
۳۵- جناب محترم امان الله حًدران
۳۶- جناب محترم سید نورالله سادات
۳۷- جناب محترم خلیفه صاحب قزل ایاق
۳۸- د ولسي جرګې غړی جناب محترم سید حسین انوري
۳۹- د بشري حقوقو او چاپریال ساتنې د سازمان مشر محترم عبدالرحمن هوتکي
۴۰- د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز د اجرایوي پلاوي غړی محترم حیات الله حیات
۴۱- د مدنې ټولنې د مجتمع رئیس محترم عزیر الله رفیعي
۴۲- د فیفا د موسسې رئیس محترم جانداد سپین غر
۴۳- د افغان ښځو د شبکې مرستیاله محترمه لیدا یعقوبي
۴۴- د مدنې ټولنې د همغږۍ د مرکز رئیس محترم دوکتور میرویس رحیم زی
۴۵- د مدني ټولنې او د بشر د حقوقو د شبکې رئیس محترم نعیم نظري
۴۶- محترم فیض الله ذکي
۴۷- د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون رئیسه محترمه ډاکتره سیما سمر

۴۸محترم مولوي وکیل احمد متوکل
۴۹- د سودا ګرۍ وزیر محترم دوکتور انور الحق احدي
۵۰- محترم سید محمد گلاب زوی
۵۱- د جمهوري ریاست د عالي مقام سلا کار وزیر محترم مولوي صاحب سالک زاده



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmydv.w6d0vaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته