دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 62267
د هرات - فراه پر لویه لار پر یوه بس د بهرنیو ځواکونو د ډزو له امله یو کس وژل شوی
د هرات - فراه پر لویه لار پر یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکې بس د بهرنیو ځواکونو د ډزو له امله یو کس وژل شوی دی.
د هرات د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل آزادي راډيو ته وویل چې، دا پيښه د ګذرې او ادرسکن ترمنځ سیمه کې نن سهار وشوه.
خو په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې پيښه کې د بس موتر کلینر وژل شوی او یو مسافر ټپي دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0uni.49nui1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته