دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 62351
سرپل: د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی مسوول او قاضي ووژل شول
د سرپل امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی مسوول او قاضي له سیه یېزو پولیسو سره په یوې نښتې کې ووژل شول.
د سرپل امنیې قومندان عبدالرووف تاج ازادي راډیو ته وویل تیره ورځ له غرمې وروسته په دې نښته کې یو سیمه ایز پولیس هم وژل شوی.

تاج زیاتوي، چې دوه طالبان یې نیولي هم دي خو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8p.jh8wni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته