دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 62434
د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ بې ساری نفوذ
تاند- د راپورونو له مخې تخار ولایت کې د وسله والو سخت دریځو نفوذ زیات شوی دی دا په داسي حال کې ده چې څه باندې لس کاله پخوا د افغانستان د شمال په دغه ولایت کې، چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه ازبک دي، خلکو د طالبانو له شرعي نظام سره مقاومت کاوه.
الجزیرې تلویزیون په یوه راپور کې ویلي چې ناټو او امریکا، چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو پرضد هلوځلو ته پام لري، په شمال کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ ته، چې له القاعده، طالبانو او د پاکستان له آی ایس آی سره اړیکې لري، د فعالیت لار اواره شوې ده.
د افغانستان د درې سوه درې پامیر زون قومندان جنرال بابه جان وايي، د ازبکستان اسلامي غورځنګ په تېرو درو کلونو کې په شمال کې غښتلی شوی دی.
د لانګ وار جورنال ویبپاڼې د راپور له مخې په داسي حال کې چې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان او نړیوالو ځواکونو د ازبکستان د اسلامي غورځنګ پرضد حملې ډېرې کړي دي. د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درو میاشتو کې د دغه غورځنګ پرخلاف شپږ ځلي عملیات وشول چې درې یې د افغانستان په شمال ختیځ کې ترسره شول.
د لانګ وار جورنال ویبپاڼې، چې د دې غورځنګ فعالیتونه څاري، د راپور له مخې د سږکال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ پرضد حملې دوه برابره زیاتې شوې.
د افغانستان په شمال کې د دوه سوه نهم قول اردو قومندان جنرال زلمي ویسا وویل، د خاصو ځواکونو د عملیاتو تمرکز د ازبکستان د اسلامي غورځنګ پر جګړه مارو دی. دوی د سیمې اوسېدونکو ته د سړک د غاړې د بمي حملو، ځانوژونکو اونورو پېچلیوبریدونو چل ورزده کوي او د یو شمېر دولتي مقاماتو او قومي مشرانو په وژنو کې لاس لري.
ویسا همداراز وویل:«دوی د ویروسو په شان دي چې څومره خپرېږي هومره ناروغۍ خپروي.»
په راپورکې ویل شوي د افغانستان د شمال په ازبکانو کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ د پلویانو له زیاتېدو سره د هغو کسانو په نظرونو کې بدلون راغلی چې پخوا له وسله والو طالبانو سره جنګېدلي ول.
یوه افغان چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط الجزیرې ته وویل:«عجیبه دا ده، له لسو کلونو وروسته هغه کسان چې پلرونو او لویو وروڼو یې د طالبانو پرضد په تخار کې په زړه ورتوب جګړه کړې وه، اوس له طالبانو او د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره یوځای کېږي.»
ویل شوي چې لومړی پلا په ۲۰۰۹ کال د سخت دریځو د نفوذ نښې په جوماتونو کې ښکاره شوې. ملایانو په جوماتونو کې د محافظه کار او سخت دریځ اسلام وعظونه پیل کړل.
د یوه افغان چارواکي په وینا هماغه وخت چا دې مسلې ته جدي پام ونه کړ. هماغه و چې ډېر وخت لا تېر نه و چې دوی وسلې په لاس کې واخیستې.
د سیمې ډېر اوسېدونکي په دې کار کې دواړه، هم نړیواله ټولنه او هم د افغانستان حکومت ملامتوي. دوی وايي د حکومت د کمزورتیا له کبله القاعده د دوی سیمو ته بېرته ورغله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtt93.ak9xw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته