دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 62920
جنرال ډنفرډ: د طالبانو مشران او حقاني شبکه په پاکستان کې دي
تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په زغرده وویل چې د افغان طالبانو مشران او د حقاني شبکه په پاکستان کې دي او استخباراتي راپورونه ښيي چې د پاکستان له استخباراتي ادارې، آی ایس آی، سره اړیکې لري.
جنرال جوزیف ډنفرډ د افغانستان په اړه د کانګریس یوې استماعیه غونډې ته د څرګندونو په مهال وویل:«استخباراتي راپورونه شته چې آی ایس آی په ځانګړي ډول له حقاني شبکې سره اړیکې لري.»
جنرال ډنفرډ د سناتور دونیلي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ستا په نظر د پاکستان پوځ پر آی ایس آی څومره تسلط لري؟ وویل:« په دې نه پوهېږم چې د پاکستان پوځ پر آی ایس آی څومره کنټرول لري.»
امریکايی جنرال زیاته کړه:«سناتوره، زه نپوهېږم، په دې کې شک نشته چې ظاهراً دوی(ای ایس ای) د جنرال کیاني لپاره کار کوي. جنرال کیاني پخوا د آی ایس آی رييس و. زما تصور دا دی، څه چې آی ایس آی کوي، جنرال کیاني پرې پوهېږي، زه دا نه شم تصدیقولی.»

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې استماعیه غونډې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان پر تروریستي ډلو څومره کنټرول لري، وویل:«باور لرم چې افغان طالبان، په تېره بیا د حقاني شبکه د پاکستان په خاوره کې دننه پناهځایونه لري، په پاکستان کې یو شمېر کسان د دوی ملاتړ کوي. خو په دې باور نه لرم چې کوم څوک دې یې کنټرولوي.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzy93.ak9xx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته