دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 64248
امریکا جیمز ډوبین د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازی ونوماوه
تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د جمعې په ورځ وویل چې د باندنیو چارو وزیر جان کیري د متحدو ایالتونو پخوانی تجربه کار دیپلومات جېمز ډوبین د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوی خاص استازی ونوماوه.

ډوبین به، چې په رانډ ملي دفاعي او څېړنیز انستیتیوت کې د نړیوالې امنیتي او دفاعي څانګې رييس او د امریکا پخوانی دیپلومات دی، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د اوسني خاص استازي مارک ګراسمن ځای ونیسي.

ویل کېږي چې ګراسمن، چې د ریچارډ هولبروک له مړینې وروسته د هغه پر ځای د افغانستان او پاکستان خاص استازی ټاکل شوی، چندان فعال او مطرح نه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پتریک وینترال وویل، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې وکړې څو هغوی د امریکا له پرېکړې خبر کړي.
رویټرز خبري اژانس له واشنګټن څخه په یوه راپور کې وايي چې ډوبین له جنجالونو او ستونزو ډکه دنده په غاړه اخلي. د افغانستان حکومت د خپل ګاونډي پاکستان له لاسه ورځ تر بلې نهیلی کېږي، پاکستان د دې په ځای چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې طالبان خبرو ته تیار کړي د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې کوي.
د امریکا متحد ایالتونه په داسي حال کې ډوبین د افغانستان او پاکستان لپاره خپل خاص استازی ټاکي چې متحد ایالتونه پاکستان هڅوي چې له افغانستانه د ناټو د محاربو ځواکونو تر وتلو مخکې طالبان د خبرو مېز ته راولي.
ډوبین د بون په لومړي کنفرانس کې، چې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې جوړ شو او د افغانستان نوی حکومت پکې جوړ شو، د امریکا استازیتوب کاوه.

ډوبین سره له دې چې د سیمې په اړه ډېر مالومات لري او په دې برخه کې یې ډېرې څېړنې او مطالعې کړي دا وېره هم شته چې د ریچارد هولبروک په څېر د پاکستان تر اغېز لاندې وي ځکه چې د احمد رشید په شان له یو شمېر پاکستانیانو سره ژورې او نژدې اړیکې لري. ویل کېئږي چې د هولبروک اکثره سلاکاران او د دفتر کارکوونکي پاکستانیان ول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw5b0.rhbaap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته