دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 64391
طالب ترهګرو یوځل بیاپه فراه ولایت کې څلور تنه ملکی وګړې د ماین قربانیان کړل
نن سهار شاخواه ۶:۰۰ بجې یوعراده ټویټا ډوله موټر د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالې د غورچې په سیمه کې د طالبانو له لوري په سړک کې پر اېښودل شوي ماین وربرابر شو. چې په ترڅ کې یی څلور تنه سپرلۍ شهیدان او ۵ تنه نور ټپیان شول .
دافغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د طالب ترهګرو دغه غیر انساني او غیر اسلامي کړنې چې په پرله پسې ډول په لویو لارو او د خلکو د تګ راتګ په سیمو ماینونه ځاې پر ځاې کوي، په کلکه توګه غندي او څرګندوي چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان به د خپلو دا ډول ناروا کړنو په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای (ج) له عذابه پرته بل څه ترلاسه نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت دیادې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6eni.49nyo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته