کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې په غوڅ اکثریت په تذکره کې د قوم له ذکرولو سره مخالفت وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1392 ساعت 19:44


تاند- ولسي جرګې نن په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه چې په الیکترونیکي تذکرو کې دې د قوم پر ځای یوازې د ملیت (افغان) کلمه ولیکل شي.
نن ولسي جرګې د ثبت او احوال د قانون پر مسودې بحث کاوه خو په دې بحث کې هم ځینو قومپالو وکیلانو تاکید کاوه چې د دوی هویت خپل قوم دی او باید په تذکره کې د قوم یادونه وشي.
خو د دې نظر مخالفانو ویل چې ممکن د قوم د ثبتېدو په صورت کې په ادارو کې تعصبت ته لمن ووهل شي او د افغاني هویت پر ځای پر قومي هویتونو تمرکز وشي.
په نوي یمه لسیزه کې د جګړه مارو تنظیمونو د واکمني په موده کې ښ:ېلو خواوو، چې هره ډله یې په یوه قوم پوري تړلې وه، د بل قوم کسان به د تذکرو له مخې له لارې راګرځول او وژل.
د عدلیې وزارت وايي چې په ډیتابېس یا اسنادو کې به د هر افغان وګړي قوم ثبت کړي خو په تذکره کې به یوازې افغان ولیکل شي. 

د عدلیې وزارت دا وړاندیز د ولسي جرګې د غړیو رایو ته وړاندې شو چې په نتیجه کې یې اکثریت وکیلانو دا نظر تایید کړ چې په تذکره کې دې د قوم ذکر نه کېږي خو په ډېټاپېس کې دې یې یادونه وشي.

د ولسي جرګې غړیو دغه راز د تخلص ذکر د خلکو خوښې ته پرېښود خو د دین یادونه یې ضروري وبلله، ویې ویل چې باید هر افغان مسلمان ته د مسلمان کلمه ولیکل شي.

ټاکل شوې ده چې الیکترونیکې تذکرې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ترانتخاباتو مخکې چاپ او ووېشل شي.


د مطلب کود: 66681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66681/ولسي-جرګې-په-غوڅ-اکثریت-تذکره-کې-د-قوم-له-ذکرولو-سره-مخالفت-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com