دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 67225
د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د جوړېدو کار پیلېږي
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ترکمنستان ته تللی چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اورګاډي د پټلۍ د پروژې په پرانستونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د ترکمنستان د حکومت له یوې خبرپاڼې سره سم، چې نن یې خپره کړه، په دې مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي تر څنګ د ترکمنستان او تاجکستان ولسمشران قربان قلي بیردي محمداوف او امام علي رحمان ګډون لري.
د دې پروژې عملي کار وروسته له دې پیلېږي چې د مارچ په شلمه نېټه د نوروز د مراسمو تر څنګ د درو هیوادونو ولسمشرانو په دې هکله د تفاهم یادښت لاسلیک کړ.
دا پروژه اوس د اسیايی پراختیايی بانک، اسلامي پرمختیايی بانک او نورو نړیوالو مالي موسسو ملاتړ ته انتظار باسي.
د افغانستان حکومت ویلي چې حاضر دی د ترکمنستان په پوله کې له خپل سرحدي ښارګي اقینې څخه ترمزارشریف ښاره پوري د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي. ټاکل شوې ده چې د دې پټلۍ ۸۵ کیلومتره په ترکمنستان او څه باندې درې سوه کیلومتره په افغانستان کې جوړه شي. د تاجکستان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د مزاشریف او حیرتان بندر ترمنځ ۷۵ کیلومتره پټلۍ مخکې لا جوړه شوې او کار هم ورڅخه اخیستل کېږي.
د تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د شوري اتنحاد په وخت کې جوړه شوې خو دا پټلۍ د ازبکستان له خاورې تېرېږي او ازبک چارواکي تل هماغسي راز چې پاکستان د افغانستان له ترانزیتي لارې څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، تاجکستان ترفشار لاندې راولي. تاجک چارواکي وايي، ازبکستان په دې لاره تاجکستان ته تلونکي یا ورتلونکي مالونه بې دلیله په میاشتو میاشتو په خپله خاوره کې دروي او اضافي محصول ترې اخلي.
که د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان دا پټلۍ جوړه شي نه یوازې دا چې د افغانستان د شمال اکثره ولایتونه به د اورګاډي د پټلۍ په وسیله له یو بل سره ونښلي بلکې افغانستان ته به د تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د وارداتو او صادراتو د ترانزیت له درکه زیات عواید په لاس ورشي.
تاجکستان غواړي چې له دې لارې د پخواني شوروي اتحاد له نورو هیوادونو سره هم تجارتي راکړه ورکړه وکړي. ترکمنستان هم له دې لارې له چین سره راکړه ورکړه کولی شي.

افغانستان د خپلې برخې د پټلۍ لپاره دوه نیم سوه ملیون ډالرو ته اړتیا ویني.
ټاکل شوې ده چې دا پټلۍ تر هرات او اسلام کلا پوري وغځېږي څو ایران هم له دې لارې له تاجکستان او چین سره د اورګاډي په وسیله وصل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcji8em.uqea8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته