دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 68329
حامدکرزي د کندهار او هلمند ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل
د کندهار او هلمند ولایتونو یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په بېلابېلو برخوکې خپلې یو شمېر سیمه ایزې ستونزې بیان کړې.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه،مولوي محمد نسیم آخند زاده، مولوي نظر محمد، مولوي عبدالمبین او د هلمند ښاروال محمد فاضل صافي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ارغنداب پر سیند باندې د اوبو د دوه بندونو، د کندهار په ښارکې د استوګنې د یوه ښارګوټي، د لښکر ګاه ښار ته څېرمه د پروت ځنګله د استنادي دیوال او د لښګرګاه د پخواني پله ترڅنګ د یوه بل پله پر
جوړیدو او د پخواني پله پر بیا رغونې باندې یې ټینګار وکړ.
حامدکرزي د کندهار او هلمند ولایت د مشرانو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته د پوهنې او فواید عامې وزارتونو وزیرانو او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته چې په غونډه کې حاضروو، لارښوونه وکړه چې د هغوی ستونزې او غوښتنې په هر اړخیز ډول وڅیړي او د خپلو څیړنو رپوټ دې په راتلونکې غونډه کې چې د کندهار او هلمند یو شمېر مشران به هم پکې حاضروي، وړاندې کړي.
د هېواد جمهوررئیس په دغه کتنه کې د کندهار او هلمند ولایتونو مشرانو ته له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي فعالیتونو د هبرۍ د انتقال، په قطر کې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د دفتر د پرانیستل کېدو او د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړل.









سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdv.w6dc0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته