دنورستان چارواکي وایی چې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي او د هغه څوتنه ملګري وژل شویدي.
د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ ملا دوست محمد او درې نور وسله وال طالبان تیره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د بې پلیوټه امریکایۍ الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
ښاغلي بهاند وايي، چې ایساف ځواکونو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې د نورستان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا دوست محمد وژنه تایید کړې ده.
خو وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.