کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د روان حالت په اړه د لغمان د دیني عالمانو پریکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سرطان 1392 ساعت 11:11


شپه هېواد کې د روان وضعیت په اړه د لغمان دیني علماو او قومي مشرانو ګډه پریکړه اعلان کړه.
د روژې د مبارکې میاشتې په را رسیدو سره د لغمان په سلګونو دیني علماو، جهادي قومندانانو او قومي مشرانو د یکشنبې په ورځ په یوې پراخه غونډه کې وویل، چې د روژې مبارکه میاشت د ځان وژنې، قتلونو او ورور وژنې میاشت نه ده، بلکې دا د فضایلو او عبادتونو میاشت ده.
دوی په یوه خله وویل، چې نور له حقایقو سترګې نشي پټولی او په همدې خاطر يې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي، جګړې او ورور وژنې په اړه خپل پریکړه اعلانوي.
د غونډې د ګډونوالو لi خوا ترتیب شوی پریکړه لیک د لغمان د سولې د ولایتي شورا غړي قاري رفیع الله له لوري ولوستل شو، چې په کې راغلي:
"د لغمان دیني علماو،جهادي مشران او قومي مخور نور چپ نشو پاتې کیدلی او لاندې پریکړه لیک اعلانوو لومړی ماده، موږ ټول دیني علما او قومي مشران د افغانستان د سولې له پروسې نه ملاتړ کوو، دویم موږ ټول په هېواد کې د ملي حاکمیت په خاطر ان تر ۲۰۱۴ نه وروسته هم د خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو،د هغو دیني علماو د فتوې څخه ملاتړ کوو،چې ویلي ځان وژنه حرامه ده،تر هګري او ورور وژنه یو ناروا عمل دی او په هغې دنیا کې ورته جهنم غواړو،او وروستی ماده د افغانستان له اسلامي دولت نه غواړو،چې په هېواد کې دیني مدرسې جوړې شي ترڅو د ګاونډیو هیوادونو مدرسو ته زموږ د وطن د بچیانو د ورتګ مخه ونیول شي."

د لغمان د حج او اوقاف رييس سید نجیب الله هاشمي د علماو او قومي مخورو دغه غوښتنه پرځای وبلله او په خبره يي،چې په افغانستان کې دې ښکېلې خواوې د علماو دغه غوښتنې دې ومني:

"دغه په سلګونو مخور او دیني علماو،چې د لغمان د پینځه ګونو ولسوالیو څخه راغونډ شوي و،په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لمنځه وړو جدي غوښتنه وه او انشالله باوري یم،چې چارواکي به د دوی غوښتنې ومني".

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په خپلو خبرو کې د روژې د میاشتې د اهمیت تر څنګ د اسلام د مبارک دین په ارزښت رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې اسلام د سلامتیا، ورور ګلوئ، د امن او د سیاسي او ټولنیز ژوند، دین دی نه د ویرې اچونې او ورور وژنې.

نوموړی هم د دیني علماو،جهادي او قومي مشرانو غوښتنو ته هرکلی وویل او په خبره يي،چې هر هغه سالمې غوښتنې،چې دولت پورې اړوند دي دوی ته د منلو وړ دي.

مجددي علماوو ته ډاډ ورکړ چې دولت ستاسې د هر ډول انتقادي بیانونو چې په هغه کې د ویرې، نفرت او باروتو بوي نه وي، ملاتړ کوي او هیڅ امنیتي ارګان نه شي کولی چې تاسې په هغه بیانونو چې د اسلام د شرعي نظام د ټینګښت او د ټولنې د اصلاح لپاره وي، وګواښي.


د مطلب کود: 69904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69904/د-افغانستان-روان-حالت-په-اړه-لغمان-دیني-عالمانو-پریکړه

آوا
  https://www.avapress.com