کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر چکي عسکرو برید کوونکی د کندهار له نظارت خانې څخه تښتېدلی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1392 ساعت 11:58


په کندهار کې چارواکي وایي، د ملي اردو هغه سرتیری چې څه موده مخکي یې په دې ولایت کې شپږو چکي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه، له نظارت خانې څخه تښتیدلی دی.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحمید حمید آزادي راډیو ته وویل، چې دا کس پرون ناوخته د یوه بل سرتیري په مرسته تښتیدلی دی.
د ملي اردو دغه سرتیري څو ورځې مخکې د کندهار په هوایي لوا کې پر چکي عسکرو ډزي کړي وې؛ یو تن یې په کې وژلی وو او پينځه نور یې ټپیان کړي وو.

طالبان ادعا کوي، چې د ملي اردو دا سرتيري د دوی ملګري وه او اوس له دوی سره دي.


د مطلب کود: 70436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/70436/پر-چکي-عسکرو-برید-کوونکی-د-کندهار-له-نظارت-خانې-څخه-تښتېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com