دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 71129
کونړ: وسله والو طالبانو په وټه پور د کرمول په امنیتي پوسته برید کړی
په کونړ کې امنیتي مسولین وايي چې؛ تیره شپه وسله والو طالبانو د وټه پور په ولسوالۍ کې د کرمول په امنیتي پوسته برید کړی چې؛ د جګړې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيي قومندانۍ ویاند شیر ولي صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، تیره شپه یوه بجه وسله والو طالبانو په وټه پور ولسوالۍ کې د کرمول په امنیتي پوسته برید کړی چې؛ په نتیجه کې يي یو پولیس وژل شوی او یو ټپي شوی.
هغه وايي، دولتي سرتیرو هم وسله والو بریدکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې چې؛ یو تن د پاکستان د پنجاب اوسیدونکی يي لومړی په زخمي حالت کې نیولی او بیا مړ شوی دی.
صمیم وايي، د جګړې په سیمه کط زیاته وینه پرته ده داسې معلومیږي چې؛ نور زیات وسله وال هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د یادې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwznq.23nzidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته