کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مصر پوځ تر سبا مازیګره اخوان المسلمین ته فرصت ورکړ ،د پوځ تر ملاتړ لاندې سیاسي بهیر سره یوځاي شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1392 ساعت 11:28


د الیوم السابع د راپور له مخې د مصر یوه پوځي چارواکي وویل د مصر پوځ تر سبا مازیګره اخوان المسلمین ته فرصت ورکړ ،د پوځ تر ملاتړ لاندې سیاسي بهیر سره یوځاي شي،مونږ هیڅ اقدام نه کوو، خو د اخوان المسلمین او پلویانو لخوا به یې هر ډول تاوتریخوالې ته له بلنې سره جدي چلند وکړو .

د مصر دغه پوځي چارواکی وايي پوځ له ګروهنو لیرې له آرامو معترضانو ملاتړ ته ژمن دی .

له بلې خوا د مصر وسله وال ځواک عالي شورا هم نن د مرسي د مخالفانو او موافقانو د لاریونونو په مهال ویلي دي ،پوځ به د خلکو پرضد وسله وا نه اخلي، خو له خپلې وسلې به له تاوتریخوالو او ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره استفاده وکړي .





د مطلب کود: 71187

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71187/د-مصر-پوځ-تر-سبا-مازیګره-اخوان-المسلمین-ته-فرصت-ورکړ-ملاتړ-لاندې-سیاسي-بهیر-سره-یوځاي-شي

آوا
  https://www.avapress.com