کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې ۴زره هکتاره ځمکه له کوکنار څخه پاکه شوې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 اسد 1392 ساعت 14:52


د بدخشان چارواکي له کوکنارو څخه د څلورزره هکتاره ځمکې د پاکېدو خبر ورکوي.
د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ آزادۍ راډیو ته وویل؛ امنیتي ځواکونه توانیدلي چې، له تیرې یوې میاشتې راهيسې د دې ولایت په څلوارلسو ولسوالیو کې څلورزره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي.
نوموړي همداراز وویل، چې دا په تیرو څو کلونو کې لمړی وار دی چې؛ په پراخه کچه کرل شوي کوکنار له منیځه وړل کیږي.
بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې؛ د کوکنارو له کر څخه مکمل نه دی پاک شوی.


د مطلب کود: 71311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71311/په-بدخشان-ولایت-کې-۴زره-هکتاره-ځمکه-له-کوکنار-څخه-پاکه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com