دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 72484
ایساف د ۷ ولایتونو پولیسو ته د ماین خنثی کولو وسایل ورکړل
ایساف ځواکونو د افغانستان د ۷ شمالي ولایتونو پولیسو ته د ماین خنثی کولو وسایل او تجهیزات ورکړل. ایسف وايي، د څه د باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ماین پاکۍ د دې وسایلو د استعمال په اړه يې افغان پولیسو ته لازمه روزنه هم ورکړې ده.
افغان پولیس د ماین د خنثی کولو په لازمو تجهیزاتو په داسې حال کې سمبالیږي چې؛ د افغان مقاماتو په وینا، د دوی اکثره سرتیرې د سرک د غاړې د ماینونو په چاودونو کې وژل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc00qm.2bqi48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته