کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امرخیل: په راتلونکو انتخاباتو کې به هیچا ته د لاسوهنو اجازه ورنه کړو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1392 ساعت 19:16


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین وایي؛ په راتلوونکو انتخاباتو کې به هیچا ته د دوی په کارونو کې د لاسوهنو اجازه ورنه کړي.
د انتخاباتو کيمسیون مسئولین، چې نن د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته د معلوماتو ورکولو لپاره ور غوښتل شوي وو؛ وویل چې د سراسري انتخاباتو لپاره یې تیاری نیولی.
د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل سناتورانو ته وویل:
"چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کاکنو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو پلان یې ترتبیب کړی دی؛ چې څنګه د تقلب مخه ونیسي او دایې د تېرو ټاکنو د تجربو له مخې ترتیب کړی دی."
خو د انتخاباتو کمیسیون چارواکو د مشرانو جرګې په غونډه کې بیا هم د امنیتي ګواښونو یادونه کړې او د جدي امنیتي پلان غوښتنه یې هم کړې ده.


د مطلب کود: 74258

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74258/امرخیل-په-راتلونکو-انتخاباتو-کې-هیچا-ته-د-لاسوهنو-اجازه-ورنه-کړو

آوا
  https://www.avapress.com