کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی: د ټاکنو بریالي ترسره کېدل به د دښمنانو توطئه خنثی او طالبان وشرموي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1392 ساعت 18:00


د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د طالبانو هغه تروریستي برید، چې په نتیجه کې یې د کندز ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر رئيس انجنیر امان الله امان نن په شهادت ورسېد، په کلکو ټکو وغانده.
جمهور رئيس کرزي د دغه برید په غندلو سره وویل: طالبان د خپلو بهرني بادرانو په دستور د دا ډول بریدونو له لارې غواړي چې افغانان په ټاکنو کې برخه وانه خلي او د خپل راتلونکي برخلیک ونه ټاکي.
جمهور رئیس حامد کرزي زیاته کړه چې طالبان د دا ډول ډارنو کړنو له لارې غواړي زموږ خلک له واک او پرمختګ نه وروسته پاتې شي، ترڅو زموږ د ملت برخلیک پردي تعيين کړي.
حامدکرزي تاکید وکړ چې د طالبانو دا ډول جنایتونه به نه یوازې په ټاکنو کې د خلکو د فعالې ونډې مخه ونه نیسي، بلکې افغان ملت به لا هم ژمن کړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
جمهور رئيس وویل، د افغانستان دښمنان او مزدوران يې باید په دې پوه شي چې سراسري ټاکنې به حتمآ ترسره کیږي، د دښمنانو توطیې به شنډې او طالبانو ته به پرته له شرم او مخ تورۍ نه بل څه په برخه نشي


د مطلب کود: 74880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74880/حامدکرزی-د-ټاکنو-بریالي-ترسره-کېدل-دښمنانو-توطئه-خنثی-او-طالبان-وشرموي

آوا
  https://www.avapress.com