دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 74913
.بې کوکنارو ولایتونه ۱۰ میلیونه ډالر مومي

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا په ۱۶ هغو ولایتونو کې چې د کوکنار کر په کې صفر شوی د لسو میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت ۲۵ پروژې پلې کېږي.
دا مرستې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له لارې بېلا بېلو ولایتونو ته چې د کوکنار کر په کې صفر شوی وي، ورکول کېږي.
دا پروژې د بدیل معیشت پروګرام له لارې پلې کېږي، او پیسې په هغو پروژو لګول کېږي چې اړونده ولایت یې غوښتنه کوي.
د افغانستان له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال هارون الرشید شېرزاد د هغو ولایتونو نومونه واخیستل چې د امریکا د متحده ایالتونو دا لس ملیونه ډالره نوې مرسته به په کې په ۲۵ ټولګټو پروژو ولګول شي.
ښاغلی شېرزاد وايي له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت هر کال د امریکا د متحده ایالتونو په مرسته د لسو میلیونو ډالرو په لګښت په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کوي.
ښاغلي شېرزاد زیاته کړه د همدې پروګرام په لړ کې په تېرو څو کلونو کې له ۲۰۰ زیاتې پروژې پلي شوي دي.
که څه هم په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په افغانستان کې د نشه یي توکو او په تېره کوکنارو د کښت او تولید د له منځه وړلو لپاره میلیونو نه ډالر لګول شوي خو بیا هم افغانستان هغه هېواد چې په نړۍ کې تر ټولو زیات نشه یي توکي په کې تولیدېږي.
د دې نشه یي توکو زیاتره برخه د افغانستان په سویلي سیمو کې کرل کېږي، او په تېره په هغو ولایتونو کې چې د افغان دولت وسله والو مخالفین په کې حضور لري.
افغان چارواکي وايي د نشه یي توکو تولید له نا امنیو او ترهګریزو فعالیتونو سره مستقیم تړاو لري.
دوی په دې برخه کې که څه هم خپله ماتې مني خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د هواري لپاره د سیمې او نړۍ په کچه ګډې مبارزې ته اړتیا ده او دا دروند بار یوازې افغان دولت په اوږو نه شي وړلی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbf9bz.rhba8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته