کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان ترکیه او قطر د ترهګرو اصلي ملاتړي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1392 ساعت 21:38


دسوریې دمخالفانو دملي ائتلاف په نوم دډلې غړي سعودي عربستان، ترکیه او قطر هیوادونه ددغه ډلې اصلي ملاتړي وبلل . 
دسوریې دمخالفانو دملي ائتلاف ډلې غړي خالد الخواجه نن وویل ددنیا او سیمې ډیر هیوادونه دسوریې دحکومت دمخالفانو ملاتړ کوي خو سعودي عربستان، ترکیه او قطر ددوې اصلي ملاتړي دي .
هغه زیاته کړه دسوریې دمخالفانو له ائتلاف څخه د سعودي عربستان ترکیې او قطر له ملاتړ سره سره دغه ائتلاف دامریکا دپراخ ملاتړ دجلبولو کوشش کوي .
دسوریې دترهګرو دغه مشر وویل دامریکا ولسمشر باراک اوباوما کوشش کوي چې ایران او روسیه دسوریې دمخالفانو دغوښتنو منلو ته راضي کړي خو تراوسه یې شکست خوړلی دی .
سعودي عربستان، قطر ، ترکیې او د امریکا، انګلستان او فرانسې په شمول ځینو لویدیځو هیوادونو له ۲۰۱۱ میلادي کال څخه دسورې دبې ثباته او ناکراره کولو لپاره د ترهګرو او مخالفانو هراړخیزه ملاتړ کړی خو دخلکو او پوځ په مقاومت سره نه دي توانیدلي چې خپلو سپیرو هدفونو ته ورسیږي .


د مطلب کود: 75439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75439/سعودي-عربستان-ترکیه-او-قطر-د-ترهګرو-اصلي-ملاتړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com