دخپریدو نیټه :شنبه ۶ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 75614
ولسي جرګې د رسنیو په قانون کې یولړ تعدیلات تصویب کړل
د ولسي جرګې له خوا د رسنیو په قانون کې د تصویب شویو تعدیلاتو له مخې د رسنیو د سرغړونو د څیړنې د کمیسیون ریاست د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر پرغاړه دی او دا هغه څه دي چې، ژورنالستانو او ټولنو یې تل ورسره مخالفت کړی دی.
د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې، د کمیسیون د غړو تنخوا دې، دایمي نه بلکې په څیړنیزو مسالو کې دې د حق الزحمې په ډول د جمهوری ریاست له خوا ورکړل شي او بله دا چې د دې کمیسیون ترڅنګ باید د عامه رسنیو کمیسیون هم پر خپل ځای پاتې وي.

په قانون کې د دې بدلونونو طرحه له بحثونو وروسته د تصویب لپاره رای ګیرۍ ته وړاندې شوه.

د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د رای ګیرې نتیجه داسې اعلان کړه:

"د رسنیو په قانون کې د بدلونونو د راوستلو طرح؛ د اساسي قانون د اوه نوي یمې مادې سره سمه رای ګیرۍ ته وړاندې کیږي.

په طرح کې درې بدلونونه د رایو په اکثریت تصویب شول."

د رسنیوپه قانون کې د بدلونو د راوستلو طرح شاوخوا کال د مخه د ژورنالیستانو د اتحادیو او اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا ترتیب شوې وه.

د مسوولینود معلوماتو له مخې د افغانستان د رسنیو قانون په یوزرو درې سوه اته اتیایم لمزیر کال کې تصویب شوی؛ خو ډېر ژر په کې د ځینو تعدیلاتو غوښتنې مطرح شوې.

د ازادو رسنیو مسوولین وایي، په دې طرح کې د بدلونو د رامنخته کولو په مشورتي ناستو کې د دوې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ د نظر اختلاف، شاوخوا څلور کاله د دې طرحې تصویبدل وځنډول.

د ازادو رسنیو ژورنالیستان او کارکوونکي وایي؛ د رسنیو د کمیسیون په راس کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ټاکل، دوی ته د منلو وړ نه دی.

د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې د څار څانګې رییس صدیق اله توحیدی ازادي راډیو ته وویل:

"په خواشینۍ سره د افغانستان ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر غوښتنو ته توجه وکړه او د زرګونو ژورنالیستانو ستونزې یې په پام کې ونه نیولې.

موږ له مشرانو جرګې څخه غواړو چې؛ د دې طرح بدلونونه چې ولسي جرګې تصویب کړي، دوی یې تصویب نه کړي.

موږ به د خپلو غوښتنو لپاره په راتلونکي کې هم خپلې هڅې جاري وساتو."

ښاغلي توحیدي وویل، که د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د دې کمیسیون ريیس اوسي؛ اکثره رسنۍ به یې تراغیزلاندې او د ژورنالیستانو غوښتنې او ستونزې به اوارې نه شي.

د ازادو رسنیو کار کوونکي وایي، پخوا تردې یې هم دغه مساله د ولسي جرګې له مربوطو کمیسیونونو سره شریکه کړې او د ژورنالیستانو ستونزې او غوښتنې یې ورته سپارلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayin0.49nm61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته