د بدخشان کران و منجان ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان امان الدين مطمئن ازادۍ راډيو ته وويل چې وسلوالو طالبانو پرون له افغانان ځواکونو سره تر دوه ساعته جګړې وروسته دغه ولسوالي ونيوله.
بدخشان چې يو مهال د افغانستان له ارامو ولايتونو ګڼل کېده په وروستيو کې ترې د جګړو راپورونه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازو پرون د بدخشان د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دوى پرون خبردارى ورکړ چې؛ ښايي د کران او منجان ولسوالي د طالبانو لاس ته ورشي.