دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 75702
یو ان ایچ سي ار په بلخ کې ۷۳ کورنیو سره د لومړنیو موادو مرستې وکړې

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو د عالي کمیشنرې مسوولین وایي چې؛ په بلخ ولایت کې یې درې اویا کورنیو سره د لومړنیو موادو مرستې وکړې.
د یوان ایچ سي ار ادارې ویاند ازادي راډیو ته وویل چې؛ یادې ادارې دغه مرستې هغو کورنیو سره کړي چې؛ له فاریاب ولایت نه بلخ ته کډه شوي دي.
د هغه په خبره په دې مرستو کې وریژې، غوړي، صابون، مالګه او کمپلې شاملې دي.
احمدي وایي له بیځایه شویو کډوالو سره د یو ان ایچ سي آر مرستې د هغو پروژو له ډلې څخه دي چې په شمالي ولایتونو کې ۱۸۲۷ کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdciryay.t1awu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته