کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې؛ د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ نیول شوي

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 7 میزان 1392 ساعت 20:15


دافغانستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې؛ وسلوالو طالبانو د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ نیولې او وايي، ډير ژر به یې د بیرته نیولو لپاره عملیات وشي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې دا مهال دغه وزارت په یو عملیاتي پلان کار کوي او د ورځې تر پایه به د کران منجان ولسوالي بیرته له مخالفینو ونیسي:
(همدا اوس هم د کران منجان ولسوالي د بیرته نیولو لپاره په عملیاتي پروګرامونو کار روان دې.
هیله مند یو په راتلونکو څو ساعتونو کې دغه ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو مخالفینو پاکه کړو).
وسله والو مخالفینو تیره ورځ د بدخشان ولايت د کران منجان ولسوالي له افغانان ځواکونو سره تر دوه ساعته جګړې وروسته ونيوله.


د مطلب کود: 75710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75710/د-کورنیو-چارو-وزارت-تایید-کړه-چې-بدخشان-کران-او-منجان-ولسوالۍ-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com