کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ولایت کې شپږ تنه د دولت وسله وال مخالفین چې د طالبانو له یو ګروپ سره یې تړاو درلود ووژل شول.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1392 ساعت 12:27


د ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې چې د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې ترسره کړل، شپږ تنه د دولت وسله وال مخالفین ووژل شول.
دغه عملیات چې تېر ماذدیګر د یادو ځواکونو له لورې د شاولي کوټ ولسوالۍ اړوند سیمې د دولت وسله والو مخالفینو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي وو شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو وسله وال طالبان څخه يو شمېر وسله او دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم د افغان ملي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.


د مطلب کود: 75937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75937/په-کندهار-ولایت-کې-شپږ-تنه-د-دولت-وسله-وال-مخالفین-چې-طالبانو-له-یو-ګروپ-سره-یې-تړاو-درلود-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com