کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نشه يي توکو د قاچاق پرمهال د نیول شويو موټرو اسناد مالیه وزارت ته وسپارل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 میزان 1392 ساعت 18:26


په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د هغو سلګونو موټرو اسناد مالیې وزارت ته وسپارل چې؛ د نشه يي موادو د قاچاق په وخت کې نیول شوي دي.
د دې مرکز مشر یار محمد حسین خیل نن خبریالانو ته وویل چې؛ دا ۵۰۷ موټرونه د ۱۳۸۴ کاله تر ۱۳۹۲ نیمايي پورې نیول شوي دي.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي؛ چې په دې وخت کې شا اوخوا ۳۰۰۰ قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت د دغو موټرو اسناد اخیستي او تمه ده، چې لیلام به یې کړي.


د مطلب کود: 77297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77297/د-نشه-يي-توکو-قاچاق-پرمهال-نیول-شويو-موټرو-اسناد-مالیه-وزارت-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com